د طالبان د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عدالکبیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې، هلته د مېشت یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي دي.

د طالبانو ریاست الوزرا معاونیت نن یکشنبه د اګسټ په څلورمه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي، چې په دې لیدنه کې افغان سوداګرو خپلې ستونزې او وړاندېزونه دریاست الوزرا مرستیال سره شریک کړل.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي دي چې طالبان له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې او له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې، اقتصادي‌ او سیاسي‌ اړیکې لري او په تېرو دریو کلونو کې د سیاست، اقتصاد، امنیت او فساد سره د مبارزې په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

نوموړي همدراز له ټولو بهر مېشتو سوداګرو او پانګه والو څخه غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې د خپل هیواد په رغولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزرا معاونیت همداراز څرګنده کړې چې په قطر کې مېشت افغان سوداګرو له طالب چارواکو سره ژمنه کړې چې په هېواد کې به پانګونه وکړي.