د طالبانو تر کنټرول لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت په فاریاب ولایت کې د مالګې د درې کانونو د عملي چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د دې وزارت ویاند همایون افغان د شنبې په ورځ د اګسټ مېاشتې په ۳ مه نېټه د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې کانونو د کېندلو قرار داد د ۲۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یو خصوصي شرکت سره د ۱۵ کلنو لپاره شوی دی.

ښاغلي افغان زیاته کړې چې په هېواد کې د مالګې د غیر قانوني کېندولو څخه مخنیوی شوی او د فاریاب د مالګې په کانونو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.  

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې قرار دادي شرکت د مالګې د کانونو د کېندلو ترڅنګ د مالګې د پروسس فابریکه او ترڅنګ یې کان ته د تلوونکي سړک د پخولو چارې هم پرمخ وړي.

افغانستان هر کال ۳۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري چې ډېره برخه یې خوراکي مالګه ده.