د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې یاد وزارت د سټراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د ایران نوي حکومت او د کابل–تهران اړیکو د پیاوړتیا فرصتونو» تر سرلیک لاندې علمي ناسته کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې په دې غونډه کې د سټراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ولي الله شاهین څرګنده کړې چې د طالبانو هڅه دا ده څو له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره حسنه اړیکې ولري.

ولي الله شاهین همداراز ویلي دي چې طالبان له ایران سره ښه راشه درشه لري او هیله مند دي څو په ایران کې د حکومت له بدلون سره دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال همداراز ویلي دي چې په دې غونډه یو تن ګډونوال او د پوهنتون استاد د افغانستان او ایران اړیکو ته په اشارې زیاته کړې چې افغانستان او ایران څه باندې ۵۰۰ کیلومټره ګډه پوله او ځینې مشترکات لري، نو له همدې کبله له افغانستان سره اړیکې د ایران لپاره خورا مهمې دي.