په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره سیګار وايي چې په دې هېواد کې د تاریاکو د زېرمو موجودیت د نشه‌يي موادو پر وړاندې د طالبانو د حکومت مبارزه بې اغېزې کړې ده.

سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر په ۲۰۰۰ کال کې د کوکنارو د کښت، تاریاکو د تولید او قاچاقو منع کولو فرمان اغېز درلود، خو د اوسني مشر ملا هبت الله فرمان دغه اغېز نه لري.

سیګار زیاتوي چې د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې طالبانو بزګرو ته د کوکنارو د حاصلاتو ټولولو اجازه ورکړه، چې د دې کال کوکنارو کښت ۳۲ سلنه ډېر شو او لسګونه زره ټنه تاریاک تولید شول.

سیګار وايي چې دا تاریاک اوس په لوړه بیه خرڅېږي، او د طالبانو ځايي قوماندانانو او لویو ځمکه والو ته لویې مالي ګټې ترلاسه شوې دي.

راپور زیاتوي چې د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د طالبانو پر وړاندې بزګرو مخالفتونه د بديل کښت نه شتون له امله رامنځته شوي دي.