د افغانستان قنسولګرۍ په مشهد کې په یوه اعلامیه کې خبر ورکړ چې د برېښنايي پاسپورټونو او د پاسپورټ د تمدید بهیر بیا پیل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې متقاضیان کولی شي له شنبې د زمري ۱۳ نېټې څخه دې نمایندګۍ ته مراجعه وکړي.

دغه قنسولګرۍ د پنجشنبې په ورځ په خپل ټیلیګرام کانال کې لیکلي چې متقاضیان کولی شي د اړینو اسنادو په لرلو سره دې نمایندګۍ ته مراجعه وکړي.

په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې د تمدید شویو پاسپورټونو لپاره د ویزې د نه صادرېدو ستونزه حل شوې ده.

تېره اوونۍ ایران د مشهد قنسولګرۍ طالبانو ته وسپارله او اوس ملا فیض‌الرحمان عطایی جنرال قنسول دی.