د ننګرهار سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې درې ځوانان د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ دغه کسان د جمعې په ورځ د اګسټ مېاشتې په دویمه نېټه د جلال اباد په افغانیه سیمه کې، کابل سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

رسنیو د ډوب شویو ځوانانونه نومونه الفت، محمود او عثمان ښودلي او زیاته کړې ده چې درې واړه د جلال اباد ښار اوسېدوونکي و.

ځايي طالب چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې او ویلي دي چې په دې پېښه کې د یو کس مړی موندل شوی او دوه نور تر اوسه لادرکه دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په بدخشان ولایت کې د دې ولایت د مستوفیت ادارې یو کارکوونکی هم د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوی دی.