د بدخشان ولایت ځايي طالب چارواکو وايي چې د دې ولایت د مستوفیت ادارې یو کارکوونکی د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوی دی.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د مستوفیت رییس ذبیح الله امیري ویلي دي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د جولای په دویمه نېټه د دې ولایت د وروج ولسوالۍ په ابشار کې رامنځته شوې ده.

طالبانو د دې کس نوم عتیق الله ښودلی او ویلي دي چې نوموړی د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسیدوونکی و.

د بدخشان د اطلاعات و فرهنګ رییس څرګنده کړې چې یاد کس د لامبو مهارتونو سره د نه بلدتیا له امله ډوب شوی او دوی لا تر اوسه نه دي توانېدلي چې له اوبو څخه د هغه جسد را وباسي.

د ویلو ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبو کې د ځوانانو د ډبېدو پېښې خورا زیاتې شوې دي او لامل یې هم تر ډېره د هغوئ بې احتیاطي ښودل شوې ده.