د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی دی چې په دې ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې په پایله کې د دوه ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي او دوه نور پکې ټپیان دي.

د بامیان د والي دفتر د جمعې په ورځ د اګسټ مېاشتې په دویمه نېټه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه خونړۍ پېښه سهار شاه و خوا لس بجې د دې ولایت د شبیر ولسوالۍ په پایموري سیمه کې رامنځته شوې ده.

اعلامیه کې زیاته شوې چې د پېښې ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د یو کس روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

 د معلوماتو پر بنسټ دغه پېښه د باربري او یو کرولا ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې کرولا ډوله موټر له کابل څخه د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ ته پر لاره وه چې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله یاده پېښه رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کاپیسا ولایت کې هم د یوې ټرافیکي پېښې په پایله کې پنځه کسانو خپل ژوند وبایلود.