د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې خبر ورکړی دی چې په خوست ولایت کې یې ۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

سترې محکمې نن جمعه د اګسټ مېاشتې په دویمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه د غلا، نامشروع اړیکو، فریبکارۍ، د شرابو پلورلو او رشوت په تور نیول د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په لومړۍ نېټه په دې ولایت کې په دُرو وهل شوي دي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې دغو کسانو ته د محلي چارواکو او عامو خلکو په وړاندې له ۳۴ څخه تر ۳۹ درو برسېره له شپږو میاشتو تر درې کلونو بند سزا هم ورکړل شوې ده.

په عام محضر کې خلکو ته په سزا ورکولو باندې د پراخو نړیوالو نیوکو سره سره طالبانو ددې کار ننګه کړې او دا یې ټولنې ته د پند وسیله بللې ده.

د بشري حقونو ملاتړو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له لورې د خلکو د ځورونې د دوام له کبله زرګونه افغانان هره ورځ له هېواد څخه وتلو ته اړ کیږي.