جمهوري حکومت کې د پکتیا پخوانی والي حلیم فدايي قطري چارواکو سره د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال لیدنې په ترڅ کې د هغه ترشاه ایښودل شوې خالي ډنډې ته په اشارې ویلي دي هغوئ چې له ولس مشروعیت نه وي اخیستئ، پر ولس د استبداد او انحصار له لارې خپل حاکمیت و تپي، هغه جهالت ته ټېل ووهي او هېواد منزوي کړي د بیرغ ډنډې په څېر بې هویته او بې روحه به وي.

مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه جنازې کې د ګډون لپاره قطر ته تللی دی، په عکسونو کې لیدل کېږي چې قطري چارواکو ورسره په کتنه کې د بیرق پرځای د هغه تر شاه د بیرغ خالي ډنډه درولې ده.

حلیم فدايي زیاته کړې چې طالبان د بیرغ ډنډې په څېر بې روحه دي او د هغوئ حاکمیت هم هېڅ ملي او نړیوال تعریف نلري.