‏ولسمشر محمد اشرف غني په خپل نولسم پودکاست کې له افغان ځوانانو وغوښتل چې د نوې ټکنالوژۍ په کارولو خپل ځان په خپل افغاني او ګډ اسلامي تمدني کې ومومي او نوی یې تعریف کړي.

‏ولسمشر وويل، انټرنېټ او نورو نښلوونکو وسایلو، هغه کار چې ما په میاشتو کې کاوه، اوس یې په ساعتونو کې تر سره کولی شئ.