‏د نړیوال مهاجرت سازمان (IOM) راپور ورکړی چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان مهاجر شوي دي.

‏د دې راپور له مخې، ۸۵ سلنه دغه مهاجران ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران ته، او تقریباً یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.

‏نږدې ۷۰ سلنه هغه کسان چې ایران ته مهاجر شوي، د کاري فرصتونو نشتوالی د خپلې مهاجرت اصلي لامل بولي. همدارنګه، په ۲۰۲۳ کال کې، IOM نږدې یو میلیون هغه کسان ثبت کړي چې له ایرانه راستانه شوي، چې ۷۰ سلنه یې بې اسناده او ۶۰ سلنه په زور راستانه شوي دي.

‏هغه مهاجرین چې بې اسناده سفر کوي، په ګاونډیو او ترانزیت هېوادونو کې د بشري حقونو له سرغړونو سره ډېر مخ کېږي.