د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ خبر ورکړی دی چې د دې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه قطر ته رسیدلی دی.

ارګ نن پنچشنبه د اګسټ مېاشتې په لومړۍ نېټه په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې مولوي عبدالکبیر به د دې سفر په ترڅ کې له قطري چارواکو او د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو له استازو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې وکړي.

د ویلو ده چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه چې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره تهران ته تللی و تېره ورځ د اسراييل په یو توغندیز برید کې ووژل شو.

ټاکل شوې د اسماعیل هنیه د جنازې مراسم د جمعې په ورځ په قطر کې ترسره شي.