نن پنجشنبه د اګسټ مېاشتې لومړۍ نېټه د مور په شېدو د ماشوم د تغذیې له نړیوالې اوونۍ سره برابره ده.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس، ادوین سنیزا سلواډور نن پنجشنبه د اګسټ مېاشتې په لومړۍ نېټه په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې د مور په شېدو د ماشوم د تغذیې د نړۍوالې اوونۍ په مناسبت لیکلي دي چې کورونو، کارځایونو او عامه ژوند کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید هڅې وشي.

د مور په شېدو د تغذیې نړیواله اوونۍ د اګسټ له لومړۍ تر ۷ مې نېټې پورې نمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) او د روغتیا نړیوال سازمان د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومانو ته سالمې شیدې نه ورکول کېږي.