نن چهارشنبه د زمري ۱۰ مه چې د اګست ۳۱ مې نېټې سره برابره ده د هېواد نامتو لیکوال او سیاستوال سلیمان لایق څلورم تلین سره سمون خوري.

سلیمان لایق له نن څخه پوره څلور کاله وړاندې د ۹۰ کلنو په عمر د جرمني هېواد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د معلوماتو پر بنسټ د هېواد دغه نامتو لیکوال او سیاستوال د ۲۰۱۹ م کال په سپټمبر مېاشت کې د کابل ښار په شش درک سیمه کې د طالب وسلوالو د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ټپي او د درملنې په موخه جرمني هېواد ته واستول شو.

سلیمان لایق شاه و خوا نیمه پیړۍ سیاست وکړ او د خلق دیموکراتیک ګوند له بنسټ ایښودوونکو څخه شمېرل کېده.