د پخواني حکومت د مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر وژل کېدل یو ترهرګریز او جنایتکاره عمل و.

ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهارشنبه د جولای په ۳۱ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې په همدې اړه لیکلي دي په داسې حال کې چې اسماعیل هنیه د سولې خبرو اترو او اوربند په لټه کې و او ایران ته د مېلمه په حیث تللی و د هغه وژنه د ټولو قوانینو او د دولتونو ترمنځ د ټولو رایجو عرفو خلاف عمل و.

نوموړي همداراز ټینګار کړی دی چې په منځني ختیځ او نړۍ کې سوله د فلسطین د ازادۍ او د یو مستقل دولت په حیث د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو پرته نا ممکنه ده.

د پخواني حکومت د مصالحې عالي شورا رییس همداراز څرګنده کړې چې په منځني ختیځ کې د روان کړکیچ اصلي لام د فلسطین پر خلکو د اسراییل رژیم له لوري روان جنایتونه او ظلمونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني رسنیو نن سهار خبر ورکړل چې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د اسراییل توغندیز برید په پایله کې وژل شوی دی.