په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په تهران کې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه پر وژل کېدو غبرګون ښودلی او ویلي دي چې نوموړي د فلسطین برحقه داعیې لپاره شهید کړای شو.

سهیل شاهین نن چهارشنبه د جولای په ۳۱ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې په همدې اړه لیکلي دي چې د اسماعیل هینه پوهه، عزم، هدف سره ژمنتیا، زړورتیا او رښتینولي به د زرګونو نور کسان لپاره د لارې مشعل وي.

نوموړي همداراز څرګنده کړې چې د حماس خوځښت په شهادتونو لا قوي کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني رسنیو نن سهار خبر ورکړل چې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د اسراییل توغندیز برید په پایله کې وژل شوی دی.

د حماس سیاسي دفتر مشر وژل کېدل په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه را وپارول او ایران خبردراۍ ورکړی چې د نوموړي د وینې غچ به واخیستل شي.

ټاکل شوې د اسماعیل هنیه مړی په ایران کې تکفین او له یولړ مراسمو وروسته به په قطر کې خاورو ته وسپارل شي.