د پخواني حکومت یوشمېر متقاعدینو نن چهارشنبه د جولای په ۳۱ مه نېټه په کابل ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د مالیې وزارت دروازې مخې ته سوله اییز لاریون کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې لاریون خپرې شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لسګونه تنه متقاعدینو د خپل حق غوښتنې لپاره د دې وزارت دروازې شاه ته را ټول شوي دي.

طالبان په افغانستان کې د بیا ځلي واکمېندو وروسته د پخواني حکومت د ټولو متقاعیدونو معاشونه وځنډول او د دې ډلې مشر روان کال په رسمي ډول د متقاعیدونو ټول حقونه لغوه کړل.

دا لومړی وار نه دی چې د تېر حکومت یوشمېر متقاعیدین د خپلو حقونو د غوښتونو لپاره په سوله اییز لاریون لاس پورې کوي، دغه کارکوونکي تر دې وړاندې هم په ځلونو د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره خپل اواز پورته کړی خو طالب ډله یې په اړه چوپه خوله دی.