طالبانو په تهران کې د اسراييل له لوري د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره یوه ستره ضایع بللې ده او دغه پېښه یې غندلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د جولای په ۳۱ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې اسماعیل حنیه یو مدبر او هوښیا مشر بللی چې په وینا یې په جهاد کې یې ستره قرباني ورکړې ده.

د طالبانو ویاند همداراز د اسراييل له لوري د فلسطینانو نسل وژنه غندلې ده او له ټولې اسلامي نړۍ او عربي هېوادونو یې غوښتي دي چې په سیمه کې د اسراييل د بریدونو د پایته رسولو مخنیوئ وکړي.

ذبیح الله مجاهد همداراز ټینګار کړی دی چې په سیمه کې د اسراییل له لوري د روانو بریدونو دوام د سیمې هېوادونه لا بې ثباته کړي او مسولیت به یې د اسراییل پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني رسنیو نن سهار په تهران کې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل حنیه د وژل کېدو خبر ورکړ.