د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ خبر ورکړی دی چې د دې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په تهران کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره لیدلي دي.

ارګ نن سه شنبه د جولای په ۳۰ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې په همدې اړه لیکلي دي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د کابل او تهران ترمنځ پر مثبتو اړیکو ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي دي چې دغه ډله به چاه ته اجازه ورنکړي څو د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ پر ضد استفاده وکړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د دې ډلې د بهرنۍ سیاست مهمه برخه ده او هڅه کوي د سیمه اییزې اقتصادي ودې برخه وګرځي.

د ویلو ده چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ یو پلاوی تېره ورځ د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی دی.