د خوړو نړیوال سازمان یا (ډبلیو ایف پي) خبر ورکړی دی چې په تیرو نهو میاشتو کې ۳۷ زره اړمنو کورنیو چې مجموعي شمیر یې له ۲۶۰ زرو کسانو څخه زیات دی د دغه پروګرام د خوړو د اضطراري مرستو له لارې په افغانستان کې مرستې ترلاسه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د جولای په ۳۰ مه نېټه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان بشري امانتي صندوق د اسلامي انکشافي بانک له لارې چې د ملک سلیمان د بشري مرستو د مرکز له خوا تمویلیږي د اضطراري مرستو د چمتو کولو له لارې دغه شمیر کسانو سره ۳.۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مرسته شویو پیسو باندې د خوړو نړیوال پروګرام توانیدلی چې ارمنو کورنیو ته نږدې څلور زره ټنه خواړه د هغې له ډلې غني شوي د غنمو اوړه، نخود، غني شوي نباتي غوړي او مالګه چمتو کړي.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي دي چې د خوراکي توکو د بیو د ټیټیدو څخه په ګټې اخیستنې توانیدلی چې دمخه د اټکل شوې اندازې څخه زیات خوراکي توکي وپیري.

په افغانستان کې دغه مرستې په بادغیس، بامیان، فراه، غور، هلمند، هرات، کابل، کندهار، کاپیسا، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او اروزګان ولایتونوکې بې وزله کورنیو ته ویشل شوې دي.