د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د دې وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د ساسکوا بنسټ مشر ایستو اداچي او د یوناما پخواني رئیس تادا میچي یاماموتو سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن دوشنبه د جولای په ۲۹ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې کتنه کې په یوشمېر مهمو موضوعاتو او هر اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.

اعلامیه کې د ساسکوا بنسټ مشر له قوله ویلي شوي چې نوموړي له افغانستان د نړیوالې ټولنې په هر اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یې طالب پلاوي ته بلنه ورکړې، څو جاپان هېواد ته سفر وکړي.

په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د متوازن سیاست په رڼا کې د نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د طالبانو بهرنی سیاست تشریح کړی او د افغانستان په تړاو یې هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختگ اغیزناکه بللی دی.