د طالبانو د ویاند مرستیال ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې هیله مندي ښودلې ده چې هند افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ دې ژر پیل کړي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمد الله فطرت نن دوشنبه د جولای په ۲۹ مه نېټه د دې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې  افغانانو ته د هند له خوا د ویزې د ورکولو د بهیر د پیل په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو هرکلی وکړ.

ښاغلي فطرت ویلي دي چې افغانان د روغتیا، تحصیل او سوداګرۍ په برخو کې ډیرې اړتیاوې لري او افغانانو ته د هند له لوري د ویزو په ورکړې سره به د خلکو ډېرې ستونز حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په نوي ډهلي کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال افغانانو ته د ویزې د ورکولو د بهیر د بیا پیلیدو خبر ورکړی وو.