د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې خبر ورکړی دی چې په غزني ولایت کې یو کس ته د غلا په تور په عام محضر کې سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه د جولای په ۲۹ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې د غلا په تور دغه کس په عام محضر کې ۳۵ دُرې وهلی دی.

اعلامیه کې راغلي چې متهم د اندړو ولسوالۍ ابتدایه محکمې له لوري په دوه کاله تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر د بشري حقونو نړیوال سازمانونه طالبان له مجرمینو سره په ناوړه چلند تورنوي او وايي چې دغه ډله اکثر مجرمین پرته له دې چې هغوئ مدافع وکیل ته لاس رسي ولري صحرايي محکمه کوي.