د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ اعلان کړی دی چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه په درې ورځني رسمي سفر ایران ته ولاړ.

ارګ نن دوشنبه د جولای په ۲۹ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال به د دې سفر په ترڅ کې به د دې هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره هم دوه اړخیزې رسمي ناستې ولري.

ارګ وايي، مولوي عبدالکبیر به په دې سفر کې د افغانستان او ایران تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا هم خبرې وکړي.

 اعلامیه همداراز زیاتوي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال به همداراز د دې رسمي سفر په ترڅ کې د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو او مسؤلینو سره هم وګوري.