‏په فاریاب کې د جمعې شپه د اسد په ۶مه، د یوې حامله ښځې وژنه د نامعلومو کسانو له خوا شوې ده.

‏دا پېښه د شیرین‌تګاب ولسوالۍ په تورتکل کلي کې شوې او ښځه په چاقو وهل شوې ده. طالبانو د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې دوه تنه یې نیولي دي.
‏ د وژل شوې ښځې خپلوانو د قصاص غوښتنه کړې ده.