د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې درې رنګه ملي بیرغ د افغانستان د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يووالي سمبول دی.

حنیف اتمر نن یکشنبه د جولای په ۲۸ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د زمري اوومې نېټې په مناسبت چې د ملي بیرغ ورځې سره سمون خوري لیکلي دي چې درې درنګه بیرغ د هېواد د وياړلي تاريخ او ګډ راتلوونکي څرګندوی.

نوموړي همداراز د درې درنګه ملي بیرغ عکس په خپرولو سره د دې ملي ورځې مبارکي ټولو هېوادوالو ته ده.

د زمري ۷مه نېټه په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پخواني حکومت پر مهال د ملي بیرغ په نامه ونومول شوه، دغه ورځ پخوا د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې په بېلابېلو شاندارو مراسمو سره لمانځل کېده.

وروسته له هغه چې طالبانو پر هېواد واک ترلاسه کړ، له دولتي ادارو او عامه ځایونو یې د افغانستان بیرغ ښکته کړ او پر ځای یې خپل بیرغ پورته کړ.