د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی دی چې له کابل ولایت څخه ولایتونو ته د کډوالو لېږد لړۍ دوام ولري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن یکشنبه د جولای په ۲۸ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې وزارت په مشرۍ، ټرانسپورټ کمېټې تېره اوونۍ د ۸۵ کډوالو کورنۍ چې شمېر ۴۱۹ کډوالو ته رسیږي له کابل څخه د هېواد پنځوو ولایتونو ته لېږدولي دي.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه شمېر کډوال له کابل څخه کندوز، تخار، بلخ، پکتیا او غزني ولایتونو ته په وړیا او خوندي ډول لېږدول شوي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت همداراز ویلي دي چې په کابل سربېره له تورخم او سپین بولدک څخه هم د کډوالو لېږد لړۍ دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هره ورځ په لسګونه کډوالو په خپله خوښه او یا جبري ډول هېواد ته ستانه کېږي.