د افغانستان مقاومت ملي جبهې خبر ورکړی دی چې سرتیرو یې په بغلان ولایت کې د طالبانو پر غړو وسلوال برید کړی دی.

مقاومت جبهې نن شنبه د جولای په ۲۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپروول سره ویلي دي چې دغه برید یې د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې کړی دی.

د خبر پاڼې له مخې د دې برید په پایله کې د طالبانو یو سر ګروپ قاري مختار وژل شوی او د دې ډلې دوه نور پکې ټپیان شوي دي.

طالب ډلې تر دې دمه په رسمي ډول د دې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې طالب ډله اکثرا په داسې بریدونو سترګې پټوي او په کور دننه رسنیو ته یې هم څرګنده کړې چې د دوی ناکامي دې نه را برسېره کوي.