د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۶ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د را وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست نن شنبه د جولای په ۲۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې نن شنبه او سبا یکشنبه د جولای ۲۷ مه او ۲۸ مه نېټه به نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولايتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو شاهد وي.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې د باران اندازه به له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

دا په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورستیو سختو اورښتونو، سیلابون او توفانونو له کبله خلکو درانه ځاني او مالي تاوانونه واوښتل.