د افغانستان افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې، کرن ډېکر په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس، توکل احمدیار او د دغې خونې له مرستیال، محمد یونس مهمند سره لیدلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن شنبه د جولای په ۲۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې کتنه کې د افغان سوداګرو د بانکي ننګونو او د هېواد د کرنیز سکټور د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې خونې مشر د افغان سوداګرو د شته ستونزو په ځانګړي ډول د بانکي ننګونو، د سړو خونو د جوړولو او د کرنې له سکتور څخه د ملاتړ یادونه کړې او له کرن ډېکړ څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې همدراز ویلي دي چې د امریکا سفارت چارسمبالې د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.