د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو زارت خبر ورکړی دی چې ترکمنستان هېواد یې ور پېژندل شوی شارژدافیر منلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن جمعه د جولای په ۲۶ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مِرِداف ښاغلی حاجي فضل محمد صابر د طالبانو د سفارت د شارژدافير په توگه منلی دی.

عبدالقهار بلخي د ښاغلي مرادوف له قوله لیکلي دي چې ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلي کول په پلان کې لري؛ نو ځکه د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړول اړين گام دی.

د بهرنیو چارو زوارت ویاند همدرااز زیاته کړې چې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو په گډو ډيپلوماټيکو هڅو به وکولای شي د ټاپي نل‌ليکې، د ټاپ برښنا او د تورغنډۍ-هرات ترمنځ د وسپنې پټلۍ پروژو عملي کار ژر پيل کړي.

ترکمنستان داسې مهال د طالبانو شارژدافیر په خپل هېواد کې منلی دی چې نړۍ دغه ډله لا تر اوسه په رسمیت نه ده پېژندلې.