په هرات ولایت کې د طالبانو د ټرافیکو مدیریت خبر ورکړی دی چې یاد ریاست له دې ولایت څخه سور رنګه درې ټایره پخوانۍ رېکشې ټولوي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د ټرافیکو مدیر ذبیح الله اکبري د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوی د نوې طرحې له مخې به ټولې پخوانۍ زړې شوې رېکشې، چې ځاني خوندیتوب نلري او ښار یې هم ککړ کړی دی له دې ولایت څخه را ټولې کړي.

د معلوماتو پر بنسټ طالبان د زړو رېکشو مالکانو ته د هغوئ د رېکشو اخیستو په بدل کې له ۶ تر ۸ زره افغانۍ ورکوي.

خو د دې ولایت یوشمېر رېکشا چلوونکي بیا د طالبانو دغه پریکړه ظالمانه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په یوشمېر ولایتونو کې د کوچنیو کار و باریانو په زورولو تورن شوي دي.