د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال لي کن سره لیدلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د جولای په ۲۶ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې وزارت سرپرست د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال سره په کتنه کې د مس عینک کان د استخراج او د هغه تاریخي اثارو ساتنې او همداراز د افغانستان او چین ترمنځ په دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې امیر خان متقي د واخان دهلیز د افغانستان او چین ترمنځ د نښلولو یوه مهمه برخه ګڼلې او ویلي دي چې دغه دهلیز د افغانستان لپاره لومړیتوب لري.

په خبرپاڼه کې د لي کن له قوله ویل شوي دي چې د مس عینک کان د چین او افغانستان ترمنځ د فرهنګي اړیکو یوه ستره بېلګه ده.

خبرپاڼه زیاتوي د چین د فرهنگ او گرځندوی وزارت مرستیال د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې مثبتې بللي او ټینګار یې کړی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنگي همکاري کولای شي په گڼو نورو برخو کې همکاریو ته لار پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې چین تېره ورځ په رسمي ډول په لوګر ولایت کې د مس عینک کان د استخراج عملي چارې پیل کړې.