د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په کندهار ولایت کې د چمن – سپین بولدک پر لار د پاسپورټ اویزو پرته د تګ راتګ په اړه ویلي دي چې هېڅ څوک حق نلري له قانوني اسنادو پرته دې هېواد ته داخل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ د جولاۍ په ۲۵ مه نېټه په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې هیڅ بهرنی وګړی دغه هیواد ته د پاسپورت او ویزې پرته نشي داخلیدلی.

د تیرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت د یو سند رژیم د پریکړې پرخلاف په چمن کې د پرلت کوونکو د پرلت په ۲۷۴ ورځ د پرلت کوونکو او د پاکستان د سیمه ییز حکومت ترمنځ د خبرو د حکومتي پلاوي غړي ملک عنايت خان کاسي زرګونو پرلتوالو ته وويل چې اوس د چمن او سپين بولدک ولس پر ډيورنډ کرښه ازاد تګ راتګ او تجارت کولای شي.

د ملک عنايت کاسي ددغه اعلان وروسته د چمن – سپین بولدک سرحدي لار د څو ساعتونو لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط پرته د تګ راتګ لپاره د افغانستان د تذکرې او پاکستان د پیژندپانې د درلودونکو پرمخ پرانیستل شوې وه، خو یوه ورځ وروسته دا لار بیرته وتړل شوه.