رندهیر جیسوال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وویل چې له افغانستان او هند سره د تاریخي اړیکو له امله، دغه هیواد د کلونو راهیسې افغانانو ته بشر دوستانه مرستې برابروي.

‏د افغانانو ته د ویزې ورکولو په اړه، جیسوال تایید کړه چې هند لا هم افغانانو ته ویزې ورکوي او د هند د سفر لارې خلاصې دي.