د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن پنجشنبه د جولای په ۲۵ مه نېټه د کابل په نړیوال هوايي کې د یو معیاري انتظار خونې د بنسټ ډبره کېښوده.

د معلوماتو پر بنسټ د کابل هوايي ډګر دغه انتظار خونه به په نړیوال معیارونو برابر په راتلوونکو ۱۸ مېاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي دي چې دغه انتظارخونه د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري او د مسافرو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی دی چې په هېواد کې د معیاري ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د شاوخوا ۳.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۳ بنسټیزې پروژې په پلان کې لري، چې په پلي کېدو سره به یې د ترانسپورټ په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.