د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی دی چې په بامیان ولایت کې یې درې کسان د بېلابېلو جرمنو په تور په عام محضر کې صحرايي محکمه کړې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې نن پنجشنه د جولای په ۲۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې تېره ورځ چهارشنبه په بامیانو ولایت د دې ډلې ابتدایه محکمې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د زنا، نامشروع اړیکو او غلا په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې یو کس یې په ۳۵ درو او څلور کاله بند، دویم کس یې په ۳۵ درو او پنځه کاله بند او درېیم کس یې په ۳۰ درو او شپږ مېاشتې بند محکوم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو د طالبانو په صحرايي محکمو نیوکه کړې او ویلي دي چې دغه ډله پرته له دې چې قانون ته مراجعه وکړي متهم ته سزا ورکوي.