په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري دوه روځنۍ د کار ملي کنفرانس نن چهارشنبه د جولای په ۲۴ مه نېټه پای ته ورسېده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن چهارشنبه د جولای په ۲۴ مه نېټه د یوې پریکړه لیک په خپرولو سره ویلي دي چې ددې کنفرانس پر مهال د ۱۵ حکومتي ادارو تر منځ د کاري فرصتونو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په دې پریکړه لیک کې همداراز راغلي دي یاد وزارت به په راتلونکو پنځو کالو کې شاه و خوا یو نیم میلیون خلکو ته په مسقیم یا غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابروي

یاد وزارت همداراز ویلي دي چې تمه ده ډېر ژر به په هېواد کې د کار موندنې ملي تګلاره او د کار قانون توشېح او نافذ شي چې ورسره به له قانوني پلوه هم تشه ډکه کړي.

طالبان داسې مهال خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو ټینګار کوي چې د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې په زرګونه تنه بیکاره شول او هره ورځ د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه هم ډېریږي.