د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د مشر هبت الله اخندازده د حکم پر اساس په یوشمېر حکومتي بنسټونو کې د نویو ګمارنو څخه خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پخوانی ولسوال عبدالله بشیر د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوجستیک معین په توګه، محمد اسماعیل فایز د ښارجوړولو وزارت د زونونو د انکشاف او ودانیزو او ښاري چارو د معین په حیث، د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوجستیک پخوانی معین محمد ظریف مظفر د سرپل د والي په توګه، د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ پخوانی ولسوال سلیمان اغا بهیر د نمیروز والي د مرستیال په توګه، د استخباراتو عمومي ریاست د بتار قطعې پخوانی رئیس ارکان عبدالله حماد د غزني د والي په توګه، د غزني زون د نظامي محمکې پخوانی مسول مولوي سیداغا د دفاع وزارت د امربالمعروف د عقیدتي رئیس په توګه، د سرپل پخوانی والي عبدالرحمن اکا د الفتح ۲۰۹ قول اردو د دویمې لوا د قومندان په توګه، د البدر ۲۰۵ قول اردو د دویمې لوا پخوانی قومندان محمد نسیم زرقاوي د همدې لوا د درېیمې پلې لوا د قومندان په توګه، د البدر ۲۰۵ قول اردو پلې لوا د درېیم کنډک پخوانی مسول غلام رسول د البدر ۲۰۵ قول اردو د دویمې پلې لوا د رئیس ارکان په توګه او د غزني ولایت پخوانی مرستیال رحیم الله محمود د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوال په حیث په دنده ګمارل شوی دی.

د طالبانو په نویو ګمارنو کې نوې څېرې نشته، ټول ګمارل شوي کسان د همدې ډلې غړي دي چې له یوې څوکۍ لرې او بل ځای په دندو ګمارل شوي دي.

یوشمېر خلکو د طالبانو پر دې ګمارنو سختې نیوکې کړې چې دغه ډله تل په ګمارونو کې سلیقوي چلند کوي او د خپلې ډلې پرته نورو کسانو ته د خدمت کولو چانس نه ورکوي.