په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر کورومیا تاکایوشي سره لیدلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې په دې کتنه کې یې د جاپان له سفیر سره په دوه اړخیزو اړیکو، د کوکنارو د نه کرولو او پرځای یې کرودنګرو ته د بدیلو پروژو تطبیق، د معتادینو درملنې او همداراز له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په اړه خبرې اترې کړې دي.

نوموړي دغه لیدنه ګټوره بللې او ویلي دي چې جاپاني لوري سره به خپلو لیدونو ته دوام ورکړي.