د خبریالانو اړوند یوشمېر بنسټونو خبر ورکړی دی چې د طالبانو استخباراتو ریاست په کابل کې د سید رحیم سعیدي په نامه د یوټیوب یو چینل مشر نیولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو استخباراتو ریاست د کابل په پنځمه ناحیه اړوند خوشحال خان سیمه کې د انار په نوم د یوټيوب چینل مشر سید رحیم سعیدي او د دې چینل دوه کارکوونکي او ترڅنګ یې دوه نور کسان چې نومونه یې نه دي ښودل شوي نیولي دي.

د معلوماړو پر بنسټ د طالبانو استخباراتو ریاست د نیول شویو کسانو له ډلې څلور کسان یې له یوې ورځې توقیف وروسته بېرته خوشې کړي، خو سید رحیم سعیدي لا هم دغه ریاست سره په بند کې پاتې دی، چې په اړه یې هیڅ معلومات نشته دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د معترضو خبریالانو کمیټې او د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان په جلا اعلامیو کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د دې یوټیوب چلوونکي په نیولو خواشیني ښودلې او د هغه د ژر خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

طالب استخباراتو او د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.