د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي چې له طالبانو د نړیوالې ټولنې تمه، تقاضا او فرمایشونه زښت ډېر دي خو دې ډلې سره یې همکاري په نشست حساب ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه کابل کې د دې ډلې له لوري د کار نړیوال کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل چې طالبانو ادارې فساد، داعش د ډلې او د کوکنارو د کښت له منځه وړلو پر وړاندې د مبارزې او سترو پروژو د افتتاح کولو په اړه اغیزمن ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي همداراز طالبانو د سره نړیوالې ټولنې نه همکاري د تعجب وړ وګڼله او وې ویل چې د طالبانو تمه داده چې نړۍ په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په تیرو کلنو کې د امنیت نشتون د یو ستر ګواښ په توګه یاد کړ اوویې ویل اوس چې د هغه په وینا په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی باید ددغه هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار د امکاناتو د برابرولو په برخه کې همکاري وشي.