د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکي وايي چې د سپین بولدک – چمن پر دوزارې د پاکستان له لوري لږېدلي محدودیتونه لا پر خپل ځای دي او دغه هېواد لا هم مسافرو ته پر تذکرو او شناخت کارټ د تګ را تګ اجازه نه کوري.

د سپین بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو امر علي محمد حقمل نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان لوري دغه مسله رسنیو ته څرګنده کړې او یوازې ۱۰ تذکره لرونکو کسانو ته یې د رسنیو په حضور کې د تګ اجازه ورکړې ‌ده.

ښاغلي علي محمد حقمل له هغو هېوادوالو چې په تذکره پاکستان ته د تګ تکل لري غوښتي دي څو له راتګ څخه دې ډډه وکړي؛ ځکه پاکستان ورته د تګ اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د چمن – سپین بولدک دروازه د دواړو غاړو خلکو د ۱۱ مېاشتني اعتراضونو وروسته د دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۲ مه نېټه د لنډ مهال لپاره د خلکو پر مخ پرانیستل شوه، خو پاکستاني لوري لږ وروسته دغه دروازه بېرته د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.