د زمري لومړۍ نېټه د افغانستان د وروستي پاچا، محمد ظاهر شاه، د مړینې ۱۷ تلین دی. ظاهر شاه چې د خپل پلار محمد نادر خان تر وژل کېدو وروسته په ۱۹ کلنۍ کې واک ته ورسېد، ۴۰ کاله پاچاهي وکړه. د هغه د واکمنۍ پر مهال، افغانستان د نوي اساسي قانون جوړول، د مشروطه شاهي نظام منل، او د ګوندونو ازادي تجربه کړل.
د سیاسي چارو شنونکي وایي، ظاهر شاه توانېدلی و چې د ختیځ او لوېدیځ، امریکا او شوروي ترمنځ انډول وساتي او په کور دننه پیاوړی امنیت رامنځته کړي. سره له دې، د هغه تره زوی، داوود خان، په ۱۳۵۲ کال کې په کودتا سره شاهي نظام پای ته ورساوه.

ظاهر شاه په ۱۳۸۱ کال کې افغانستان ته راستون شو او په ۱۳۸۶ کال کې د زمري په لومړۍ نېټه په کابل کې ومړ. د هغه یادګارونه او خدمتونه تر ننه د افغانانو په زړونو کې ژوندي دي.