د کندهار، سپین بولدک ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې د چمن – سپین بولدک دروازه چې د لنډ مهال لپاره د خلکو پر مخ پرانیستل شوې وه، بېرته د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوې ده.

دغه دروزاه شاه و خوا ۱۱ مېاشتې د خلکو پرمخ تړل شوې او د دواړو غاړو خلکو د پرله پسې اعتراضونو وروسته نن دوشنبه د جولای په ۲۲ مه نېټه د لنډ مهال لپاره پرانیستل شوه.

اعتراض کوونکو د یکشنبې په ورځ د جولای په ۲۱ مه نېټه اعلان وکړ چې مهمې غوښتنې يې منل شوې دي، خو د دواړو غاړو تر منځ د شوي هوکړې په اړه جزيات ورنکړل شول.

د معترضینو او حکومت تر منځ د منځګړي پلاوي یوه مشر ملک عنایت الله کاسي پرون پرلت کوونکو ته وویل چې د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ به په افغان تذکره او پاکستاني شناختې کارد کېږي.

خو اوس له سيمې رپوټونه وايي، چې دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بېرته تړل شوې ده.