د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی دی چې د روانې اوونۍ تر پایه به تر پنځلس کلن ځنډو ورسته په لوګر کې د مس عینک کان د کیندولو عملي چارې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن دوشنبه د جولای په ۲۲ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې قرار دادي شرکت مګلف شوی څو د مسو د پروسس ترڅنګ په ۲۰۰۸ م کال کې چې کومه ژمنه یې د مس عینک معدن د استخراج او عملي چارو په برخه کې کړې وې هغه عملي کړي.

ښاغلي افغان زیاته کړې چې قرار دادي شرکت مکلف دی څو د دې اوونۍ تر پایه پورې په نړیوالو معیارونو برابر د مسک عینک کان د کېندولو چارې په رسمي ډول پیل کړي.

مس عینک کان د کابل په ۴۰ کیلومټرۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري او د نړۍ په کچه د مسو دویم ستر کان په حیث پېژندل شوی دی.

د مس عینک کان رسمي چارې داسې مهال شروع کېږي چې تر دې وړاندې د دغې کان چارې د طالب وسلوالو له لوري له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وې او طالب جنګالیو په ځلونو د دې کان پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کړي و.