د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د را وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست نن پنجشنبه د جولای په ۱۸ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردک، کابل، ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه به سبا سه شنبه او چهارشنبه د جولای ۲۳ او ۲۴ مه نېټه به د سختو اورښتونو او سیلابونو راوتلو شاهد وي.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې د باران اندازه به له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ریاست همداراز د هېواد په شمال، شمال ختیځ، لوېدیځ، سویل، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو اټکل هم کړی دی.

دا په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او توفانونو له کبله څه باندې ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.