د افغانستان مقاومت ملي جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل ښار کې د طالبانو د یوې پوستې د قومندان وژل کېدو خبر ورکړی دی.

مقاومت جبهې نن دوشنبه د جولای په ۲۲ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي دي چې سرتیرو یې د یکشنبې په سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کابل ښار دریالسمې امنیتي حوزې اړوند قلعه حیدرخان سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دې برید په پایله کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی او یو بل غړی یې ټپي دی.

طالبانو تر دې دمه د دې برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مقاومت جبهې په دې ورستیو کې پر طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او د دې ډلې یوشمېر وسلوالو یې وژلي دي.