د پروان ولایت ځايي طالب چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د ناچاودېدلي مان چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي دي او ۶ نور پکې ټپیان دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند حکمت الله شمیم نن شنبه د جولای په ۲۰ مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه چاودنه د چاریکار ښار اړوند د زړو اوسپنو په سرای کې رامنځته شوې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم په ځلونو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ناچاوده توکو خلکو ته ګڼې مرګ ژوبلې اړولې دي.

د ویلو ده چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما ویلي و چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو څخه پاتې ناچاودو ماینونو د چاودنې له کبله نږدې ۴۵ زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.